IQNA

 پاکستان او طالبان په خبرو سره د پوله ايزې شخړې د حل لپاره موافقې ته ورسېدل

14:03 - December 25, 2021
د خبر لمبر: 3485170
تهران (ایکنا) -یوه پاکستاني چارواکي د دې په بيانولو سره چې دواړه لوري موافقې ته رسېدلي چې حالات تريخجن نه کړي، وويل: د دېوال  جوړولو په اړه ځينې اختلافات موجود دي، خو دواړه لوري به دا موضوع په خبرو اترو سره هواره کړي.

ایکناخبري آژانس  د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ، یوه لوړ رتبه پاکستاني چارواکي چې غوښتل نامه ئې  څرګنده نه شي د پوله ايز دېوال د يوې برخې لیرې کولو لپاره د طالبانو د ځاي استخباراتي ادارې د مشر کوشش او په دې اړه د اسلام اباد اعتراض ته په اشارې سره وويل: له دې پېښې وروسته پاکستان او طالبانو په ډېره لوړه سویه تماس ټينګ کړ او موافقې ته اورسېدل چې دا موضوع پکار دے د خبرو اترو له لارې هواره شي.

دغه پاکستاني چارواکي د دې په بيانولو سره چې دواړه لوري موافقې ته رسېدلي چې حالات تريخجن نه کړي، وويل: د دېوال  جوړولو په اړه ځينې اختلافات موجود دي، خو دواړه لوري به دا موضوع په خبرو اترو سره هواره کړي.

دغه چارواکي همدارنګ په ډاګه کړه چې د طالبانو د دفاع وزير په دې وروستيو وختونو کښې له تاوتريخوالي ډکې پوله ايزې سيمې څخه کتنه وکړه او ځاي طالب قوماندانانوته يې حکم ورکړ چې بيا دې په تاوتريخوالي ډکو اقداماتو لاس نه پورې کوي.

دغه واقعه د پاکستان لخوا د افغانستان د بشردوستانه حالت په اړه د اسلامي تعاون تنظيم د خارجه وزيرانو د غېر معمولي کانفرنس له کوربه توب نه مخکښې رامنځته شوې ده .

هغه ويډيو چې په سوشل مېډيا کښې خپره شوه ښودنه کوي چې طالب ځواکونو ازغن تارونه ضبط کړي دي. همدارنګ د طالبانو د استخباراتي ادارې مشر له هغو پاکستاني ځواکونو چې په امنيتي پوستو کښې پراتۀ دي غواړي چې نور دې د دېوال راکښلو کوشش ونه کړي.

د طالبانو د دفاع د وزارت وياند عنايت الله خوارزمي هم وويل، طالب ځواکونو د تېر ايتوار په ورځ  د پاکستان په ختيځ کښې د ننګرهار ولايت د پولو په اوږدو کښې د غېرقانونې دېوال وهنې څخه منعې کړل.

دېوال وهنه  د افغانستان د تېرو حکومتونو او اسلام  آباد ترمېنځ د تعلقاتو د خړپړېدو يوه وجه وه.

وروستۍ پوله ايزه پېښه هم ښودنه کوي چې دغه موضوع له اسلام آباد سره د طالبانو د نزدو تعلقاتو باوجود د طالبانو لپاره يوه بحث رابرسېرؤنکې موضوع ده.

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i110152

captcha